په بلخ کې ۵ تنه وسلهوال غله ونیول شول
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پولیسو ۵ تنه وسلهوال غله هغه مهال ونیول چې غوښتل یې له یوه کور څخه غلا وکړي.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو میل توپنچه هم ترلاسه شوې ده.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.