پروان کې د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیول شوی او ننګرهار کې ۱۶۵ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د ننګرهار ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دوربابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۶۵ کیلوګرامه نشه يي توکي د "چرسو" له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو یو قاچاقبر د پنځه کیلوګرامه چرسو د قاچاق پر مهال نیولی دی.