پروان کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو.
تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د بګرام ولسوالۍ د پاکستانک کلي په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی دی.
نیول شوی کس بګرام کې په ترهګریزو فعالیتونو او تخریبي پېښو کې تورن و.
همداراز تېره ورځ د پروان ولایت د سیدخېل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو بل عملیات په ترڅ کې یو شمېر چاودېدونکي توکي او دوه سرګلولې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شوي دي.