پروان کې درې تنه د یوه نظامي منسوب د ترور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۶:۶
1

د ملي پولیسو منسوبینو تېره ورځ د پروان ولایت په مرکز کې درې تنه د یوه نظامي منسوب د ترور په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د ترهګرو طالبانو غړیتوب درلود او په پروان کې یې په هدفي وژنو کې لاس درلود.
له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.