وردګو کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۵:۲۳

د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار د کوټه عشرو بازار په سیدان سیمه کې د ترهګرو طالبانو یو  مهم ډلمشر ووژل شو.
بختیار چې په یوسف مشهور و، تېره شپه د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
بختیار د میدان ښار سربېره په نرخ ولسوالۍ کې هم په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کاوه او د یوې لس کسیزې ډلې مشري یې پر غاړه درلوده.