وردګو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په ادینې کلي کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې شپږ ترهګر طالبان چې د ملا عبدالرحمان رحماني د ډلې غړي وو ټپیان او درې نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو څلور عرادې موټر سایکلونه او درې عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.