هلمند کې ۴۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د هلمند ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې ماشتې عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وسله والې غلاوې، شکونې او باج اخیستنې په تړاو نیولي دي.
پولیسو یاد کسان د مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.
له دې کسانو څخه نهه عرادې موټر، ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، یو عراده رېکشا، دوه میله کلاشینکوفونه، دوه میله تفنګچې او یو شمېر نقدې پیسې د پولیسو لاسته ورغلي دي.