هلمند کې ۳۶ کړۍ بېلابېلو ماینونه کشف او خنثی شول
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په آب پاشک او یخچال کلیو کې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۶ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شول.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ماینونو د خنثی کېدو سربېره، د ترهګرو طالبانو دوه پټنځایونه هم له منځه تللي دي.
د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو طالب ترهګر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د نښتې په ترڅ کې ملي پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتئ.