هلمند کې ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۴:۲۰
۶

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت د مرکز په اړوند لښکرګاه ښار او همدارنګه د نهرسراج، نادعلي او ناوې ولسوالیو په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د مخکښ قوماندان حنیف په ګډون ۳۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو ګڼې سپکې او درنې وسلې، وسایط او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ چې امنیتي ځواکونو لسګونه کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې او عامه تاسیساتو د ورانولو په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.