هلمند کې ۲۴ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې او نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ کیلوګرامه نشه يي توکي د تریاکو له ډوله کشف او ترلاسه شوي دي.