هلمند کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۱:۴۳
ل

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ او د ۶۰۱ کنډک لویې لارې اړوند په وزیر مانده سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې ۱۱ ترهګر طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د نهرسراج ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې ۸ ترهګر طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي او همداراز همدې ځواکونو په وزیر مانده سیمه کې هم د عملیاتو پرمهال ۳ ترهګر طالبان وژلي دي.
د یادونې ده چې په یادو تصفیوي عملياتو کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه له منځه وړل شوي او  افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.