هلمند کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مالګیر سیمه کې ملي پولیسو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر سیمې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال اوه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان ژوندي نیول شوي او ورڅخه یو عراده موټر سایکل، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره د پولیسو لاسته ورغلې ده.