هلمند کې یو شمېر غیرقانوني وسلې ضبط شوې.

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۶:۵۶
1

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اړوند د اومې ناحیې په سیمه کې نهه تفنګچې کشف او ترلاسه شوې.
یادې تفنګچې په یوه کور کې دننه ځای پر ځای شوې وې، چې د هلمند د ځانګړو پولیسو لاسته ورغلې.
د تفنګچو د ګټنې د څرنګوالي په اړه پلټڼې روانې دي.