هلمند کې پنځه کسه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.
د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په ماتکۍ سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي.
د دې عملیاتو پرمهال یو عراده موټر د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی او د ترهګرو طالبانو درې عرادې موټرسایکلونه له منځه وړل شوي.
د یادونې وړ ده چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ کړۍ بلابېل ماینونه هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شوي دي.