هلمند کې نهو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۹:۴۱
ع

تېره ورځ د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې نهو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د ګرمسېر ولسوالۍ په شملان سیمه کې پر امنیتي پوستو ترهګریز بریدونه وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د چټک غبرګون قطعې ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو درې جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، یوه چانټه او یو میل کلاشینکوف یې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په یاده نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.