هلمند کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي دي.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۶
moi

د هلمند ولایت د بلوڅانو په سیمه کې، د ملي پولیسو له خوا د یو لړ ګډ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او د ګل آغا او اسدالله کلي؛ د ترهګرو له شتونه پاک شوي دي.
د یادولو ده، چې د عملیاتو په لړ کې ۳۵ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د زابل ولایت، قلات ښار کې د دې ولایت پولیسو، یو کړۍ ماین چې  ترهګرو غوښتل په ورانوونکو فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي؛ کشف او خنثی کړی دی.