هلمند کې د ترهګرو طالبانو د مهماتو یوه ډیپو کشف او ضبط شوه.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۰:۲۹
س

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د ناوې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یوه ډیپو کشف او ضبط کړه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د ناوې ولسوالۍ په لنډي ښاخ سیمه کې د ترهګرو طالبانو د مهم قومندان "هاشمي" د وسلو ډیپوه هغه مهال کشف کړه، چې نوموړي غوښتل په مناسب وخت کې یې لښکرګاه ښار او ولسوالیو ته د ترهګریزو بریدونو په موخه ولېږدوي.

له یادې ډیپو څخه دوه میله کره بین وسلې، دوه میله کمرشکن، دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۵ عدده د کلاشینکوف شاجورونه، یو پایه کشفي مخابره، یو د ماشیندار میل او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.