هلمند کې د ترهګرو طالبانو اته پټنځایونه له منځه یوړل شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۳۷
z
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ په ځینو ناامنو سیمو کې یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو اته پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیات پرمهال اوه ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
همداراز د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو له خوا د ۲۵ کړۍ ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی او یاد ماینونه شنډ شوي دي.