هلمند کې افغان کډو امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ترهګرو طالبانو د ځپلو په موخه یو لړ چاڼیز عملیات پیل کړي.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۴ - ۱۰:۵۸

د ګرمسېر ولسوالۍ ختیڅ لور ته د خاري په سیمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا د پیل شویو عملیاتو پر مهال په زیاته کچه بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي دي.
د دې ترڅنګ، د سنګین ولسوالۍ د شکر شیله اړوند سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال دوه تنه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د افغان ګډو ځواکونو د انجنیرۍ ډلې له خوا په یاده سیمه کې ۲۱ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او خنثی شوي دي.