هلمند کې اته ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۰:۳۰
ف

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د یادو عملیاتو پر مهال امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرو طالبانو لخوا پر عامه لارو ۱۸ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.
د یادونې ده چې د دې عملیاتو په لړ کې یو شمېر سیمې هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.