هرات کې ۱۱ تنه د وسله والو غلاوو، څارویو غلا او غیرقانونی وسلو ګرځونې په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د شپږو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د وسله والو غلاوو، څارویو غلا او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه درې تنه د وسله والو غلاوو، څلور تنه د څارویو غلا او څلور تنه نور د غیرقانوني وسلو ګرځونې او لېږد په تړاو نیول شوي دي.
دا کسان د هرات ښار د څلورمې، نهمې او دولسمې امنیتي حوزو او ګذرې او انجیل ولسوالیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه درې میله تفنګچې، درې عرادې موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، یو قبضه چاړه او ۱۰۰ رأسه څاروي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.