هرات کې یو وسله وال غل ونیول شو.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمې کې یو وسله وال غل نیولی دی.
یاد کس له وسلې په استفاده هرات مېشتي لوټول او په بېلابېلو شکونو کې یې لاس درلود.
تورن کس خپل جرم منلی دی او له دې کس څخه یو عراده موټرسایکل د پولیسو لاسته ورغلی دی.