هرات کې څلور تنه د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۴۳
6

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو څلور تنه د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي دي.
یاد کسان د یوه دولتي بنسټ کارکوونکي دي، چې څو ورځې دمخه د انسان تښتوونکو لخوا د کهسان ولسوالۍ له "قدوس اباد" سیمې تښتول شوي وو او تېره ورځ د پولیسو د ګړندیو عملیاتو په ترڅ کې بېرته راخوشي او کورنیو ته یې وسپارل شول.