هرات کې پنځه تنه د غلا او د چاودېدونکو توکو د ساتنې په تړاو ونیول شول.

د ملي پولیسو منسوبینو پنځه تنه د موټر او موټرسایکل د غلا او د چاودېدونکو توکو د ساتنې په تړاو نیولي دي.
د موټر د غلا په تړاو یې دوه تنه چې د هرات ولایت د دویمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو یې غلا کړی و، تر پېژندنې وروسته یې د نهمې حوزې له اړوند سیمو نیولي.
نیول شوي کسان حرفوي غله دي، چې په هرات کې یې د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او له دوی څخه پولیسو یو عراده غلا شوی موټر او د موټر ۱۳ کلۍ نیولي دي.
همداراز د موټر سایکل د غلا په تړاو یې یو کس د هرات ولایت د اومې حوزې له اړوند سیمو نیولی.
په همدې حال کې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې یو تن د چاودېدونکو توکو د ساتنې په تړاو نیولی، چې له نوموړي دوه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د چرسو د پاڼو یوه بورۍ او ۳۰ ډزه خفیفه ګولۍ د پولیسو لاسته ورغلي دي.