هرات کې پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۹:۴
01

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار د شپږمې او پنځلسمې ناحیو او انجیل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د جنايي جرمونو لکه: د کورونو لوټول، غیرقانوني وسله ګرځونه او د الکولي څښاکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د پولیسو د څلورو بېلو عملیاتو په پایله کې نیول شوي او له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې، یو عراده کرولا موټر، غلا شوي موبایلونه او یو اندازه الکولي څښاک ترلاسه شوي دي.