هرات کې د دوه وسله والو حرفوي غلو په ګډون درې تنه ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۹:۲۹
7

پولیسو د هرات ولایت د څلورمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې دوه تنه د وسله والو غلاوو او یو کس د کورونو د غلا په تړاو نیولي دي.
پولیسو د هرات ښار د ۱۵ ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه حرفوي وسله وال غله چې په بېلابېلو جنايي قضیو کې يې لاس درلود، له یوې قبضې تفنګچې، یو قبضه چاقو او یو عراده غلا شوي موټر سره یو ځای نیولي دي.
د هرات ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د کورونو د مالونو د غلا په تړاو نیول شوی دی.
یادو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او نسبتي دوسیې یې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.