هرات کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۸ - ۱۱:۱۶
H

تېره ورځ د هرات ولایت د کهسان – غوریان ولسوالیو د پولې ترمنځ د چهار سو دښتې په سیمه کې، د ملي پولیسو په یوه کمین کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو.
د ترهګرو طالبانو نیول شوی غړی "صدام" نومیږي، چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون مشر و، چې د ملي پولیسو د کمین په ترڅ کې لومړی ټپي او وروسته بیا ونیول شو.
نیول شوي کس د ترهګریزو پېښو په جوړولو او په ځانګړې توګه د نظامي منسوبینو په ترور کې مهم رول درلود.