هرات کې دوه وسله وال غله تر نښتې وروسته ونیول شول
![ا](/sites/default/files/2021-07/221308450_2069782533159633_5242950539591994732_n_8.jpg)
تېره ورځ امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې دوه وسله وال غله چې د پولیسو تر څار لاندې وو، نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال نیول شوي چې د یوه هرات مېشتي موټر یې غلا کړی و.
د یادونې وړ ده چې یو وسله وال غل له پولیسو سره د نښتې پر مهال ټپي او بیا نیول شوی دی.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او یوه قبضه تومانچه هم ترې ترلاسه شوې ده.