هرات کې اوه تنه د وژنې او د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه تنه د وژنې او د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د هرات ښار د درېیمې او اتمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د قتل د دوه جلا قضیو او همدارنګه د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یوه درې کسیزه ډله د وسایطو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.