هرات او لوګر کې د وسلو د قاچاق په تړاو د یو کس د نیول کېدو سربېره؛ یو اندازه مهمات هم کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۳:۴۳
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې په هرات ولایت کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی او په لوګر ولایت کې یې هم یو اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
له دې ډلې؛ د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس له څلورو قبضو تومانچو او یو اندازه مهماتو او تجهیزات سره یو ځای نیول شوی او بلخوا د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په نظرخېل کلي کې هم دوه میله وسلې، دوه کړۍ ماینونه، دوه کړۍ لاسي بمونه او یو اندازه نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.