هرات، نیمروز او تخار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی

تېره ورځ ملي پولیسو په هرات، نیمروز او تخار ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو لخوا د څلورو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
له دې منځه یو ماین د هرات-اسلام قلعه پر لویې لارې، دوه کړۍ ماینونه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ او یو بل ماین د تخار ولایت د نمک آب ولسوالۍ له اړوند سیمو کشف او له منځه وړل شوي دي.