نیمروز کې ۲۵۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۵:۱۶
ش

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

په ضبط شویو نشه يي توکو کې ۲۴۴ کیلو ګرامه هیرویین او نهه کیلو ګرامه کېمیاوي توکي شامل دي، چې د کنګ ولسوالۍ په دروېشک کلي کې په یو عراده نقلیه واسطه کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو لخوا کشف شول.

تراوسه د یادې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.