نیمروز کې ۱۱۵ کیلو‌ګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۱۵:۳۷
01

تېره ورځ د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز زرنج ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱۵ کیلو‌ګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
په ضبط شویو نشه‌يي توکو کې ۸۴ کیلو‌ګرامه تریاک، ۳۱ کیلو‌ګرامه چرس او ۱۰ کیلو‌ګرامه ښيښه شامل دي؛ چې د زرنج ښار په "سردشت" سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېدل.
پولیسو د دې قضيې په تړاو یو کس نیولی دی.