نهه تنه له شپږو ولایتونو د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

د ننګرهار، پروان، نیمروز، خوست، تخار او کابل ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په لړ کې نهه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې؛ درې تنه د ننګرهار له سرخرود ولسوالۍ، یک تن د پروان له جبل السراج ولسوالۍ، دوه تنه له خوست، یو کس د نیمروز له زرنج ښار او دوه تنه نور د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له یادو کسانو ۱۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د هیرویینو، تریاکو او چرسو له ډوله له درې میله وسلو او دوه عراده نقلیه وسایطو سره نیول شوي دي.
په همدې حال کې د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په تالقانو ښار کې هم د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې.