ننګرهار کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۳:۲۰
۷

تېره ورځ د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د اوه بېلابېلو قضیو لکه: د انسان تښتونې، فرېب، غیرقانوني باج اخیستنو، وژنو، غصب، مغلوبه جنګ او له ګمرکي مالیاتو د تېښتې په تړاو نیول شوي دي.
پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته د نیول شویو کسانو قضیې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.