ننګرهار کې یو کس د ۲۷۵ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۳:۲۷
8

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په تورخم بندر کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د نشه يي توکو له ۲۷۵ کیلوګرامه محمولې سره یو ځای نیولی دی.
په یاده محموله کې ۱۳۲ کیلوګرامه چرس، ۸۹ کیلوګرامه تریاک او ۵۴ کیلوګرامه هیرویین شامل وو، چې په یوې باروړونکې لارۍ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو او تر قاچاق دمخه کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس چې د موټر چلوونکی و، نیول شوی دی.