ننګرهار کې یو تن د قتل په تړاو ونیول شو
د ننګرهار امنیې قومندانۍ د دویمې امنیتې حوزې منسوبینو یو تن د قتل په تور نیولی چې څه موده وړاندې یې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته یو کس په دوکه بېولی و او د تومانچې په ډزو یې وژلي و. تورن کس مقتول څاه ته غورځولی و چې د امنیتي ځواکونو له پلټنو وروسته یې جسد رایستل شوی دی.
نیول شوي کس خپل جرم منلی چې د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.