ننګرهار کې پینځه تنه د تریاکو او هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلالاباد ښار د نهمې ناحیې او کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشهيي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پینځه تنه د تریاکو او هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۲۰ کیلوګرامه تریاک او ۸.۵ کیلوګرامه هیرویین په دوه عرادو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.