ننګرهار کې پولیسو ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۸
۱

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په اړوند سیمو کې، له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په څلورو موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې د ملي پولیسو له خوا ضبط شول.
د دې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.