ننګرهار کې لسګونه ترهګر طالبان وژل شوي او له چاودېدونکو توکو درې ډک موټر کشف شوي دي.
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې لسګونه ترهګر طالبان وژل شوي چې د شپږو ترهګرو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.
یاد ترهګر طالبان د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک او تریلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
د دې ترڅنګ؛ تېره ورځ ننګرهار کې پولیسو له چاودېدونکو توکو درې ډک موټر هم کشف او شنډ کړي دي.