ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونیول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۰:۶
ل

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران نیولي دي.
له یادو کسانو بېلابېل ډوله نشه يي توکي، د وسایطو پنځه پلېټ شمېرې او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ترهګزیزو پېښو د ترسراوي په تور نیولي دي.
له یادو کسانو هم یو شمېر نظامي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.