ننګرهار کې د ملي پولیسو له خوا ۲۶۴ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول.
د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ اړوند، غازي امان الله خان ښارګوټي کې د دوو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶۴ کیلو ګرامه مخدره توکي نیولي.
یاد مخدره توکي دوو تنو په دوو سراچه ډوله موټرو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، نیول شوي مخدره توکي د چرسو له ډوله دي.
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر عدلي او قضایي څار لاندې دي.