ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې یو ډلمشر ونیول شو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۱:۱۹
ذ

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ترهګرې ډلې یو مهم ډلمشر نیولی دی.
یاد کس شېر داد نومېږي چې د ترهګریزو پېښو اصلي طرح کوونکی دی. 
له شېرداد څخه دوه میله کلاشینکوفونه او لاسي بمونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.