ننګرهار کې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یو پټنځای کشف او ضبط شو

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۲:۲۰
d

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیانیو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو د ماینونو او چاودېدونکو توکو یو لوی پټنځای کشف او ضبط کړی دی.
له دې پټنځایه د ترهګرو طالبانو د ۲۱ کړیو ماینونو سربېره یو راکټ او یو شمېر نظامي تجهیزات هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.