ننګرهار کې د برښنايي پېژندپاڼو پر ودانۍ برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.
تېره ورځ ۰۱:۳۵ درې ځانمرګو بریدګرو د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د برښنايي پېژندپاڼو پر ودانۍ برید وکړ.
له برید سره سم د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ځان د پېښې سیمې ته رسولی او د ترهګرو د له منځه وړو او په ودانۍ کې د کارکوونکو د ژغورنې په هدف یې عملیات پیل کړل.
بلاخره په ۰۶:۳۰ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو ځانمرګي بریدګر چې په داعش ډلې پورې یې تړاو درلود، له منځه وړي دي.
په دې پېښې کې ۲ ملکي وګړي او ۲ ملي پولیس شهیدان شوي او د یوه ملي پولیس په ګډون ۱۲ ملکیان ټپيان شوي دي.
همداراز د برښنايي پېژندپاڼو په ودانۍ کې ۱۶ کارکوونکي چې د ترهګرو لخوا ګروګان نیول شوي وو، ژغورل شوي دي.