ننګرهار کې د انسان تښتوونکو پینځه کسیزه شبکه ونیول شوه
انسان تښتوونکو د روان کال د غبرګولي په ۲۱مه یو تنکی ځوان او همدارنګه د چنګاښ په ۱۳مه بیا یو پوخ عمره کس د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار له اتمې ناحیې تښتولي وو او د خلاصون په بدل کې یې د درنو پیسو غوښتنه کړې وه.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د څو هدفمند عملیاتو په ترڅ کې تښتول شوي کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
پولیسو د ننګرهار په اړوند سیمو کې د یادو قضیو په تړاو د انسان تښتوونکو پینځه کسیزه شبکه هم نیولې ده.