ننګرهار کې دوه تنه د ګڼو وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2020-11/123655597_1854655404672348_1714444724891932679_n_1.jpg)
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په مهمندره ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یو شمېر وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۵۳ قبضې تفنګچې او ۵۶ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ په یو عراده ټېلر ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وې.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.