ننګرهار کې درې انسان تښتوونکي ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو درې انسان تښتوونکي نیولي دي.
یادو کسانو د جلال اباد ښار یو مېشتی تښتولی و او د خلاصون لپاره یې د درې سوه زرو امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې راخوشې او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې نیول شوي کسان تر لازیاتو پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.