ننګرهار کې اته داعش ترهګر ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۹:۲۶
6

د ننګرهار پولیسو په اچین ولسوالۍ کې د پنځو بهرنیو داعشیانو په ګډون اته داعش ترهګر نیولي دي.
له دې کسانو څخه اته میله کلاشینکوفونه، درې میله تفنګچې، نهه قبضې لاسي بمونه او یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې یادو کسانو غوښتل له سیمې وتښتي، چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.