ننګرهار او نیمروز کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۹:۳۵
j

د ننګرهار ولایت د ځانګړو پولیسو قومندانۍ منسوبینو د روداتو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په لړ کې دوه تنه د نشه يي توکو په تړاو له دوه میله تفنګچو او یو شمېر نشه يي توکو سره نیولي.

په همدې حال کې د نیمروز ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د زرنج ښار له اړوند سیمو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د ۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو او یو عراده نقلیه واسطې سره نیولی.